د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت څه باندې ۶۰ میلیونو افغانیو په ارزښت یو تړون لاسلیک کړ

anwari_morr
پنجشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۲ - ۸:۵۱
_
د چنګاښ میاشتې په ۱۱ مه نیټه د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت او د وطن ټولنیزو او تخنیکي خدمتونو موسسې ترمنځ د ۶۷ میلیونو، یو سل او دوه دېرش زره او ۱۵ افغانیو په ارزښت د همکارۍ یو تړون لاسلیک کړ.
د دغه تړون له مخې به یاده موسسه دا پیسې د کابل، کاپیسا، پنجشېر، پروان، میدان وردک، لوګر، پکتیا، پکتیکا، خوست، غزني، بامیان، دایکندي، هرات، فراه، بادغیس او غور ولایتونو کې د خوراکي توکو د وېش او د اړتیاوو د ارزونې په برخه کې په مصرف ورسوي. د دې پروژې په پلي کېدو سره به ۲۱۰,۱۴۰ راستنېدونکي، کډوال او اړمن کسان به یې له ګټې برخمن شي.

 

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۳۰ - ۱۰:۱۲
Background image

د مهاجرینو چارو وزارت مسلکي معین له ترمینال پایتخت کمپ څخه لیدنه وکړه

تېره ورځ د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت مسلکي معین مولوي عبدالرحمن راشد او د لنډمهالې مېشتېدنې کمېټې رییس له مل پلاوي سره د کابل ښار په ۱۷مه ناحیه کې له ترمینال پایتخت کمپ څخه. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۴ - ۱۲:۴۲
Background image

د مهاجرینو چارو وزارت له همکارو موسسو سره نږدې د یو میلیون امریکايي ډالرو پر ارزښت د همکارۍ درې هوکړه‌لیکونه لاسلیک کړل

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت راستنو شویو او بېځایه شویو ته په هېواد کې د زده‌کړو او کاري زمینې برابرولو په موخه، له سازمان خدمات مهاجرین، بشري صلح سازان افغان او سازمان شرکای. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۳ - ۱۵:۱۷
Background image

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزیر محترم مولوي عبدالکبیر په خپل کاري دفتر کې د دایکندي له والي مولوي تورجان سره وکتل

په دغې ناسته کې، چې په دایکندي کې د کډوالو چارو ته د رسېدنې په اړه خبرې وشوې، ښاغلي مولوي تورجان وویل، چې تر دې دمه په یاد ولایت کې نږدې ۱۰ زره راستانه شوي هېوادوال ثبت او له ځینو سره. . .

بېرته خبرونه ته