د کډوالو او راستنېدونکو چارو د محترم وزیر مولوي عبدالکبیر په مشرۍ د هېواد په ختېځ کې د وروستۍ زلزلې له امله داخلي بیځایه شوو ته د خدماتو رسولو او په کابل کې د راستنو شوو وړاندېزونو ته د رسیدنې په هکله ناسته وشوه.

sadam_morr
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۶/۱۱ - ۱۴:۲۴
-
په دې ناسته کې چې د مهاجرینو چارو وزارت څو تنو مسوولینو برخه لرله، په پیل کې داخلي بیځایه شوو ته پر بېړنیو مرستو او کابل ته د ورستنو شوو د ستونزو په اړه خبرې وشوې.
د ناستې برخه والو یادونه وکړه، چې د کډوالو چارو وزارت د امکاناتو سربېــــره ځینې موسسې چمتو دی چې بیځایه شوو ته بیړنۍ مرستې ورسوي. دوی همدارنګه کابل ولایت ته د ورستنو شوو د ستونزو د حل په موخه خپل نظرونه شریک کړل او یادونه وشوه، چې ژر به په کابل کې د راستنو شوو غوښتنو ته رسیدنه وشي.
د ناستې پر دوام محترم مولوي عبدالکبیر مسوولینو ته د لارښوونې پر مهال یادونه وکړه، چې د کډوالو چارو وزارت ټول امکانات کورني بیځایه شوو او هېواد ته د راستنو شوو په خدمت کې دي او هر راز مرسته چې اړتیا وي باید پر وخت وشي.
محترم وزیر څرګنده، چې بیځایه شوو ته د اړتیا وړ مرستو د رسولو په موخه به له اړوندو نړیوالو ادارو سره وویني او همدارنګه د زلزلې له امله بیځایه شوو ته د مرستې رسولو په موخه به، په کابل کې مېشت بهرني سفارتونه همکارۍ ته وهڅوي.
د ناستې په پای کې مسوولینو ته دنده وسپارل شوه، چې د زلزلې له امله زیانمنو شوو سیمو ته د کډوالو چارو د وزارت امبولانسونه، د اوبو رسولو ټانکرونه او بار وړونکې لارۍ ولیږي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۵ - ۱۴:۵۲
Background image

د مهاجرینو چارو وزیر د پکتیکا ولایت لپاره د اسلامي امارت له ځینو ډلګۍ مشرانو سره وکتل

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزیر محترم مولوي عبدالکبیر نن د پکتیکا ولایت لپاره د اسلامي امارت له ځینو ډلګۍ مشرانو سره وکتل.

په دغې لیدنه کې، چې د اسلامي امارت د مجاهدینو د هلو ځلو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۵ - ۱۴:۵۲
Background image

د مهاجرینو چارو وزارت ۳۰ تنه کارکوونکو د انګلیسي او کمپیوټر زده کړې فراغت سندونه ترلاسه کړل

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت د مرکزي ریاستونو ۳۰ تنو کارکوونکو د انګلیسي او کمپیوټر د زده کړه ییزو برنامو تر بشپړولو وروسته د فراغت سندونه ترلاسه کړل.

په دې اړه جوړه شوې غونډه. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۳ - ۱۵:۱۹
Background image

په مهاجرینو چارو وزارت کې د سلګونو زرو امریکايي ډالرو پر ارزښت د همکارۍ یو هوکړه‌لیک لاسلیک شو

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت د ژغورنې نړۍوالې کمېټې(IRC) موسسې سره د ۷۰۰ زره امریکايي ډالرو پر ارزښت د همکارۍ یو هوکړه‌ لیک لاسلیک کړ.

د دغه هوکړه ‌لیک د لاسلیک مراسم د. . .

بېرته خبرونه ته