د ځمکو دوېش لپاره د راستنېدونکو دنوم ثبتونې لړۍ دکار پيل د اړوندو موسساتو له لورې وروستی شو

ناپیژنده (not verified)
دوشنبه ۱۳۹۸/۱/۱۲ - ۱۰:۵۸
د ځمکو دوېش لپاره د راستنېدونکو دنوم ثبتونې لړۍ دکار پيل د اړوندو موسساتو له لورې وروستی شو

په کابل کې د ملګرو ملتونو د بشري استوګنې  (يوان هبيتات ) او دکډوالۍ نړيوال سازمان (IOM)   رئيسانو د راستنېدونکو دنوم ثبتونې پلان چې په راتلونکو دوو مياشتو کې پيليږي دکډوالو چارو دوزير سره شريک کړ.

دغه ناسته چې دتېرې چهارشنبې په ورځ د وري دمياشتې په ۷مه دکډوالو چارو وزارت کې ترسره شوه،پکې د ر استنېدنکوته د ځمکو دوېش په موخه دنوم ثبتونې  دپرګرام پرڅرنګوالي خبرې اترې وشوې.

هغه پلان چې د يادو موسسو له لورې وړاندې شو پکې د راستنېدونکو نوم ثبتونه په راتلونکو دوو مياشتو کې پيليږي او دکار دپيل لپاره پکې پنځه ځانګړې موارد ځای پرځای شوي دي.

د اړمنو د ټاکنې سيستم، د دفترونو را منځته کول ، دکارکوونکو ګمارونه او د وسايلو برابرول په دغه پلان کې د راستنېدونکو د نوم ثبتونې دکار د پيل په توګه طرحه شوي او هوکړه شوې، چې د دري واړو ادارو تخنيکي ټيمونه به د روان کال د وري مياشتې له ۸ مې نېټې به د نوم ثبتونې د دفترونو او دکاکوونکو دګمارنې کار پيل شي.

دکډوالو او راستنېدونکو چارو وزير سيد حسين عالمي بلخي د راستنېدونکو دنوم ثبتونې دکار پيل ته په هيله مندۍ سره د نړيوالو موسسو له لورې ټاکل شوې موده ددوی لپاره وروستی چانس وټاکه.

دا په داسې حال کې ده، چې په تېره يوه اوونۍ کې د کډوالو چارو وزير څوځله ديادو ادارو مسئولين را وغوښتل او له هغو څخه يې  دنوم ثبتونې دکار پيل په اړه معلومات وغوښتل.

د راستنېدونکو نوم ثبتونه او د اړمنو ټاکنه د جمهوري رياست د ۳۰۵ ګڼه فرمان او د څو ملي او نړيوالو بنسټونو له لورې پرمخ وړل کېږي، چې مشري يې دکډوالو چارو وزارت او دهغې تخنيکي همغږي د يو ان هبيتات او ای او ام ادارې پرغړه لري.

 

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۴ - ۸:۱۹
Background image

په مهاجرینو چارو وزارت کې د همکارۍ یو هوکړه‌لیک لاسلیک شو

د ۱۸۰ زره او ۵۹۴ امریکايي ډالرو پر ارزښت د همکارۍ یو هوکړه‌لیک د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت او د افغان ښځو لپاره د ښځو (WAW) موسسې ترمنځ لاسلیک شو.
دغه پیسې به په ننګرهار، کونړ. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۳ - ۲۰:۱۴
Background image

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزیر محترم مولوي عبدالکبیر په کابل کې د ترکیې د ډیپلوماټیک ماموریت له مشر ښاغلي سادین ای یلدز سره وکتل

په دغې لیدنه کې، چې د دوو اړخېزو همکاریو د پراختیا او په ترکیه کې د افغان کډوالو ستونزو ته د رسېدنې په اړه خبرې وشوې، ښاغلي ای یلدز وویل: افغانستان د ترکیې د دولت لپاره ځانګړی ارزښت لري. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۱ - ۱۰:۹
Background image

د مهاجرینو وزارت مالي او اداري معین: کارکوونکي باید د خدمت کولو تر څنګ د اخلاص او همکارۍ روحیه پیاوړې کړي

نن د ماسپښین تر لمانځه وروسته د وزارت په جومات کې د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت مالي او اداري معین محترم شیخ کلیم الرحمن فاني په کاري چارو کې د اخلاص، ښه نیت او مسوولیت پېژندنې. . .

بېرته خبرونه ته