د پخوانۍ ادارې د دفاع وزارت ویاند د مهاجرینو چارو له سرپرست سره ولیدل

sadam_morr
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۱۲/۱۵ - ۱۵:۲۲
-

د پخوانۍ ادارې د دفاع وزارت ویاند ښاغلي دولت وزیري د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت له سرپرست وزیر الحاج خلیل الرحمن حقاني سره د هغه د کار په دفتر کې ولیدل

نوموړي په ناسته کې د فعلي اسلامي نظام د پرمختګونو او لاسته راوړنو ستاینه وکړه او دا یې د قوي عزم، او اداري فساد د نشتوالي پایله وبلله

د مهاجرینو چارو وزیر وویل، اسلامي امارت د هېواد د ځان بساینې لپاره زیات تمركز په بنسټیزو پروژو کوي، مونږ د هېوادوالو د هوساینې لپاره له ټولو ممکنو لارو چارو کار اخلو

په ناسته کې ښاغلي وزیري خپلې ځینې ستونزې شریکې کړې، چې د حقاني صیب له لورې د حل ډاډ ورکړل شو

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۸/۲ - ۱۱:۱۲
Background image

د مهاجرینو چارو وزیر د بلخ او کابل له والیانو سره وکتل

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزیر محترم مولوي عبدالکبیر نن په خپل کاري دفتر کې د بلخ او کابل له والیانو سره وکتل.
په پیل کې د بلخ والي ملا محمد یوسف وفا د شمالي ولایتونو د وضعیت په. . .

شنبه ۱۴۰۵/۸/۲ - ۱۰:۴۰
Background image

د مهاجرینو چارو وزارت پلاوي ترکيې ته د سفر په لړ کې د یاد هېواد د کډوالۍ ادارې له مرستیال سره وکتل

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت د مقام دفتر رییس ښاغلي مولوي سعید احمد بنوري پر مشرۍ د یاد وزارت او بهرنیو چارو وزارت ګډ پلاوي ترکيې ته د سفر په لړ کې د تلې په ۳۰مه د دغه هېواد د. . .

جمعه ۱۴۰۵/۸/۱ - ۱۲:۵۵
Background image

د مهاجرینو چارو وزیر د خوست له والي سره وکتل

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزیر محترم مولوي عبدالکبیر نن په خپل کاري دفتر کې د خوست له والي محترم مولوي عبدالرحمن حقاني سره وکتل.
په دغې لیدنه کې، چې په خوست کې د راستنو شویو . . .

بېرته خبرونه ته