د پاکستان په پلازمینه اسلام اباد کې د افغان سفارت د مهاجرینو چارو اتشې او قونسلګرۍ څانګې د همغږۍ ناسته وشوه.

sadam_morr
چهارشنبه ۱۴۰۳/۲/۲۶ - ۱۵:۱۱

 د پاکستان په اسلام اباد کې د افغان مهاجرینو چارو اتشې د دفتر د راپور له مخې، په دغه هئواد کې د اسلامي امارت د سفارت د قونسلګرۍ څانګې له مسولینو سره د دغه دفتر ګډه ناسته د غویي پر ۱۹مه د افغان مهاجرینو د ستونزو د ښه حل په موخه وشوه.
 د افغان مهاجرينو اتشې په پاکستان کې د افغان مهاجرينو د ستونزو د حل لپاره د اقداماتو پلان بيان کړ او ويې ويل: د افغانستان سفارت د سرپرست له لارښوونې سره سم د کوربه هېواد په زندانونو کې د افغان بنديانو د واقعي احصايې د برابرولو په خاطر د زندانونو سروې پيل کړي او دوی ته پر وخت رسیدنې لپاره د مهاجرینو اتشې او د سفارت د قونسلګرۍ څانګې ګډ کاري ټیم جوړ شوی دی.
 د اتشې مرستیال د کوربه هېواد د کورنیو چارو وزارت او اړوندو بنسټونو ګډو کميټو سره د کاري اړیکو پر غښتلتیا ټینګار وکړ او زیاته یې کړه، چې په پاکستان کې د مېشتو افغان مهاجرینو ستونزو ته د رسېدنې لپاره باید ګډو او هر اړخيزو هڅو ته پاملرنه وشي.
 په اسلام اباد کې د افغانستان سفارت د قونسلګرۍ مرستیال ذبیح الله انوري د وړاندې شوي پلان په اړه خپل نظر څرګند کړ او د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې او حل په برخه کې یې د همکارۍ لپاره خپل چمتووالی وښود.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۷ - ۱۴:۴۶
Background image

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزیر محترم مولوي عبدالکبیر د پکتیا ولایت له مرستیال والي مولوي انعام الله صلاح الدین سره وکتل

په دې لیدنه کې، چې په پکتیا کې د راستنو شویو په اړه خبرې وشوې، مولوي انعام الله صلاح الدین په یاد ولایت کې د راستنو شویو لپاره د قطر لخوا د استوګنې د یوه ښارګوټي د رغنیزو چارو په اړه. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۷ - ۱۳:۴۶
Background image

مهاجرینو چارو وزارت کې دوه هوکړه‌لیکونه لاسلیک شول

مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت کې له احیای مجدد انصاري برای افغانستان او د کلیو او پرمختیايي پروګرام موسسو سره دوه هوکړه‌لیکونه لاسلیک شول.
دغه هوکړه لیکونه، چې د یو میلیون ۲۳ زره. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۶ - ۱۴:۲۴
Background image

د مهاجرینو چارو وزارت کې نږدې د ۳ میلیونو ډالرو پر ارزښت ۳ هوکړه‌لیکونه لاسلیک شول

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت او د انکشافي و اجتماعي رازي، بشري صلح سازان افغان، دوستي مردم فرانسه با افغان ها موسسو ترمنځ د ۲ میلیونه ۸۹۸ زره او ۹۴۷ امریکايي ډالرو پر ارزښت د. . .

بېرته خبرونه ته