د وزارت د دفتر رئيس د مهاجرت نړيوال سازمان د مرستو رسولو او د راستنېدوڅخه وروسته د پروګرام له مسؤلينو سره ليدنه وکړه

anwari_morr
چهارشنبه ۱۴۰۲/۵/۲۵ - ۲۰:۱۱
-

د مهاجرينو چارو وزارت  د دفتر رئيس الحاج  قاري محمد اجمل وياړ په افغانستان کې د مهاجرت نړيوال سازمان د بشري مرستو  رسولو چارو مسؤل ښاغلي عدنان بغجتي او د راستنېدو څخه وروسته د پروګرام له مسؤل نيکولاس جيمز هيل سره  د زمري په ۲۵مه په خپل کاري دفتر کې ليدنه وکړه.
په دې ليدنه کې د کندهار ولايت په سپين بولدک کې د مهاجر نړيوال سازمان د دفتر د فعاليتونو د ځنډولو په اړه خبرې وشوې او ښاغلي عدنان د موجوده  ستونزو په یادولو سره  د ياد دفتر د چمتوالی او بيا ځلې  فعاليتونو د ترسره کېدو په اړه ډاډ ورکړ ويې ويل، زموږه موخه مهاجرينو او راستنېدونکو ته د خدماتو وړاندې کول دي او دغه سازمان په پام کې لري، چې خپل خدمات لا ښه کړي.
د وزارت د دفتر رييس د یاد دفتر په ملاتړ او دوامداره همکاريو  ټينګار وکړ او د قندهار ولايت په سپين بولدک او د ننګرهار ولايت په تورخم کې يې د ياد دفتر د چمتوالی او بيا ځلې د هغه د فعاليتونو د دوام  غوښتنه وکړه.
 د ياد سازمان د راستنېدو څخه وروسته د پروګرام مسؤل ښاغلي نيکولاس جميز هيل وويل، په دې برخه کې نوي پروګرامونه لرو او هڅه کوو، چې مرستې په ښه توګه مستحقو کسانو ته ورسيږي.
د یو بل خبر له مخې د ياد دفتر مسؤلينو د وزارت دحقوقي ملاتړ رئيس الحاج غلام نبي الله ستانکزي سره هم لیدنه وکړه.
په دې لیدنه کې د ګډو فعاليتونو، د کابل په هوايي ډګر کې د یاد دفتر د ودانۍ د ترميم، د کرايې د ورکړې او د ګډو فعاليتونو دپیل په اړه خبرې وشوې.
ښاغلي عدنان وویل، د اصولو او ترسره شوې هوکړې مطابق  به د کابل په هوايي ډګر کې خپل فعاليتونه پيل کوو او په خپلو ژمنو عمل کوو.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۹/۱۲ - ۹:۳
Background image

د کابل د کډوالو چارو ریاست ته نوی رییس وپېژندل شو

د افغانستان اسلامي امارت رهبر عالیقدرامیرالمومنین حفظه الله د حکم پر بنسټ د کار او ټولنیزو چارو وزارت پخوانی معین ښاغلی مولوي دین محمد حقبین د کابل ولایت د کډوالو چارو ریاست د نوي رییس. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۹/۹ - ۱۴:۴۱
Background image

په کډوالو وزارت کې د همکارۍ هوکړه لیک لاسلیک شو

په کډوالو وزارت کې له همکاهنګي کمک های بشري موسسې سره د ۸۵ زره ۴۰۹ امریکايي ډالرو په ارزښت د همکارۍ هوکړه لیک لاسلیک شو.
د دغه هوکړه لیک له مخې به یاد شمېر پیسې د نغدي مرستو وېش او په. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۶ - ۱۰:۱۳
Background image

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزیر محترم مولوي عبدالکبیر د ترکیې له سفیر ښاغلي جنک اونال سره په کابل کې د هغه د دندې پای ته رسېدو له امله د مخې ښې لیدنه وکړه

په ناسته کې د ترکیې سفیر ښاغلي جنک اونال د خپل کاري ماموریت په موده کې، د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت د همکاریو او لیدنو له امله خوښي څرګنده کړه او د افغان ولس له مېلمه پالنې او. . .

بېرته خبرونه ته