د مهاجرینو چارو وزیر د ملګرو ملتونو د سرمنشي له ځانګړې استازې او په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوي له نوې مشرې سره وکتل

sadam_morr
جمعه ۱۴۰۵/۸/۸ - ۲۲:۸
-

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزیر محترم مولوي عبدالکبیر په خپل کاري دفتر کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي له ځانګړې استازې او په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوي له نوې مشرې اغلې رباب فاطمې سره تعارفي لیدنه وکړه.
په دغې لیدنه کې، چې له اغلې رباب فاطمې سره د یوناما نورو مسوولینو هم برخه لرله، پر بشري مرستو سربېره له نړۍ سره د اسلامي امارت د تعامل په برخه کې د یوناما پر منځګړیتوب خبرې وشوې.
اغلې فاطمې وویل، چې ملګري ملتونه له اړمنو افغانانو سره مرستو او له اسلامي امارت سره نیږدې کار ته ژمن دي او هڅه کوي، چې راستنو شویو ته پر وخت مرستې ورسوي.
د هغې په خبره، چې د بشري مرستو جلب، له اسلامي امارت سره د نړۍ د تعامل په برخه کې منځګړیتوب او بشري حقونه یې کاري لومړیتوبونه دي او یادونه یې وکړه، چې اسلامي امارت راستنو شویو او اړمنو افغانانو ته اړتیا وړ خدمتونه وړاندې کړي او د کډوالو لړۍ یې په غوره ډول مدیریت کړې ده.
نوموړې وویل، چې راستنو شویو ته د اغېزمنو مرستو رسولو لپاره له اسلامي امارت سره نیږدې کار ته اړتیا ده. هغې زیاته کړه، چې راستنو شویو ته د دایمي سرپناه، کاري فرصتونو او په ټولنه کې یې د ادغام په موخه له نړۍوالو د مرستو راجلبولو لپاره هڅې پیل کړې او تمه ده، چې مثبتې پایلې به ولري.
 محترم مولوي عبدالکبیر د یوناما نوې مشرې او ورسره مل پلاوي ته ښه راغلاست وویل او اغلې رباب فاطمې ته یې په دنده کې د بریا هیله څرګنده کړه.
محترم وزیر زیاته کړه، چې اسلامي امارت له نړۍ سره د شریعت په رڼا کې مثبتې اړیکې غواړي او یادونه یې وکړه، چې نړۍ دې د افغانستان اسلامي نظام او ارضي تمامیت ته درناوی ولري او بېځایه تورونه د حل لار نه ده.
د ناستې پر دوام محترم مولوي عبدالکبیر څرګنده کړه، چې افغانستان په بشپړ ډول امن دی او افغان حکومت د هېواد د پرمختګ لپاره لویې پراختیایي پروژې پیل کړې دي.
محترم وزیر راستنو شویو ته د اسلامي امارت لخوا د خدماتو وړاندې کولو ته په اشارې سره یادونه وکړه، چې ملګري ملتونه دې د مهاجرينو په ښارګوټو کې د بنسټیزو خدمتونو د چمتو کولو په برخه کې ونډه واخلي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۸/۹ - ۱۴:۴۰
Background image

ترکیه کې د افغان کډوالو ستونزو ته رسېدنه؛ په استانبول کې د افغانستان له جنرال قونسل سره د ګډ پلاوي د لیدنې بنسټيزه موضوع

د مهاجرینو چارو وزارت د مقام دفتر رییس ښاغلي مولوي سعید احمد بنوري پر مشرۍ، د یاد وزارت او بهرنیو چارو وزارت ګډ پلاوي د روانې میاشتې په ۷مه د ترکیې په استانبول کې د افغانستان اسلامي. . .

جمعه ۱۴۰۵/۸/۸ - ۲۲:۸
Background image

د مهاجرینو چارو وزیر د ملګرو ملتونو د سرمنشي له ځانګړې استازې او په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوي له نوې مشرې سره وکتل

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزیر محترم مولوي عبدالکبیر په خپل کاري دفتر کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي له ځانګړې استازې او په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوي له نوې مشرې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۸/۷ - ۱۲:۶
Background image

له یوې همکارې موسسې سره د همکارۍ هوکړه‌لیک لاسلیک شو

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت کې نن له دوامداره پراختیا او هوساینې موسسې سره د ۳ میلیونه ۱۸۸ زره او ۶۲۰ افغانیو پر ارزښت د همکارۍ یو هوکړه‌لیک لاسلیک شو.
دغه پیسې به په ننګرهار. . .

بېرته خبرونه ته