د مهاجرینو چارو وزیر د سپین بولدک له فرضي کرښې څخه لیدنه وکړه

د مهاجرینو چارو سرپرست وزیر الحاج خليل الرحمن حقاني سپین بولدک ته د سفر پرمهال له فرضي کرښې څخه لیدنه وکړه
ښاغلي حقاني راستنېدونکو مهاجرینو ته د ښه راغلاست ترڅنګ د هغوی ستونزې واورېدې، د حل ډاډ یې ورکړ او له یو شمېر راستنېدونکو کډوالو سره یې نغدي مرستې وکړې
نوموړي په فرضي کرښه کې د مهاجرینو له آمریت څخه هم لیدنه وکړه او راستنېدونکو لپاره د اسانتیاو برابرولو او د انتظار خونو د ودانیزو چارو ارزونه یې وکړه