د مهاجرینو چارو وزارت کې د پاکستان د بریدونو له امله له تازه بېځایه شویو سره د مرستې په اړه ناسته وشوه

anwari_morr
دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۰ - ۱۵:۲۹
_

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت د دفتر رییس مولوي سعید احمد بنوري پر مشرۍ په یاد وزارت کې د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د عالي کمېشنرۍ له مرستیالې اغلې ونیسا متر بولي او د دغې کمېشنرۍ د عملیاتي برخې له رییس ښاغلي عدن حاجي دکاني سره ناسته وشوه.
په دغې ناسته کې په تورخم فرضي کرښه کې د پاکستان د بريدونو له امله له زرګونو بېځایه شویو کورنیو او په کابل کې د هوايي برید د قربانیانو له کورنیو سره د مرستې په اړه خبرې وشوې.
ښاغلي بنوري د هغوی له همکاریو پر مننې د مرستو پر زیاتوالي، د پاکستان د بریدونو له امله د تازه بېځایه شویو د لومړیو ستونزو حلولو، د ظلم او په جبري توګه د کډوالو د اېستلو مخنیوي او د هغوی له حقونو څخه پر ملاتړ ټينګار وکړ. د کمېشنرۍ له مسوولانو یې وغوښتل، چې په ګاونډیو هېوادنو کې د افغان کډوالو له حقونو هر اړخیز ملاتړ وکړي.
اغلې بولي د نننۍ ناستې موخه د پاکستان د بریدونو له امله له تازه بېځایه شویو سره مرسته یاده کړه او ویې ویل: دغه کمېشنرۍ په پام کې لري، چې له ګاونډيو هېوادونو څخه راستنو شویو ته نغدي، خوراکي او غیرخوراکي مرستې وړاندې کړي.
نوموړې زیاته کړه، چې له خپلو همکارو موسسو سره به د مرستې موضوع شریکه کړي او هغوی به لا زیاتې مرستې ته وهڅوي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۸ - ۸:۵۷
Background image

د مهاجرینو چارو وزارت او کډوالۍ نړۍوال سازمان ترمنځ تخنیکي ناسته وشوه

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت مقام د دفتر رییس مولوي سعید احمد بنوري پر مشرۍ، د کډوالۍ د نړۍوال سازمان له استازو سره د راستنو شویو او بېځایه شویو وضعیت او ستونزو ته د رسېدنې  او. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۳ - ۱۱:۴۷
Background image

د مهاجرینو چارو وزارت د زرګونو ډالرو پر ارزښت د همکارۍ یو هوکړه ‌لیک لاسلیک کړ

د مهاجرینو چارو وزارت له ستاسو غږ موسسې سره د ۷۲ زرو او ۵۷۷ ډالرو پر ارزښت د همکارۍ یو هوکړه‌لیک لاسلیک کړ.
دغه پیسې به په ننګرهار کې ۱۱۰کورنیو ته د مسلکي زده‌کړو او مرستو کڅوړو د وېش. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۱ - ۱۵:۴۱
Background image

د مهاجرینو چارو وزیر د سرحدونو، قومونو او قبایلو وزارت اړوند د کوچیانو چارو د سمون له لوی رییس سره ولیدل.

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزیر محترم مولوي عبدالکبیر د سرحدونو، قومونو او قبایلو وزارت اړوند د کوچیانو چارو د سمون له لوی رییس مولوي بصر صاحبزاده سره ولیدل.
په دغې لیدنه کې اړمنو. . .

بېرته خبرونه ته