د مهاجرینو چارو وزارت مسلکي مرستیال په بلخ کې د یو شمېر مرستندویه بنسټونو له استازو سره ناسته وکړه

د مهاجرينو چارو وزارت مسلکي مرستيال مولوي عبدالرحمن راشد، بلخ ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې په دغه ولایت کې د یوشمېر مرستندویه بنسټونو له استازو سره ناسته وکړه.
په ناسته کې ښاغلي راشد وویل، زموږ د سفر موخه په شمالي ولايتونو کې د مهاجرينو چارو ادارو څخه څارنه، د راستنېدونکو او داخلي بېځايه شوو له استازوه او د مهاجرينو له ښارګوټو څخه ليدنه او په دغه ولايتونو کې د مهاجرينو چارو وزارت سره د لاسليک شوو هوکړه ليکونو مباطق د همکارو مرستندويه بنسټونو د فعاليتونو څخه څارنه ده. په همدې اساس په بلخ ولایت کې ټولې مرستندویه موسسې باید د شته امکاناتو څخه کار واخلي او هغه کورنیو سره چې مالي اوځاني زیانونه یې لیدلي بشري مرستې ترسره کړي.
هغه د سروې پر روڼتیا ټینګار وکړو او د مرستندویه بنسټونو له استازو څخه یې غوښتنه وکړه، چې په یاد ولايت کې دې د اړمنو کورنیو سره هراړخيزې بشري مرستې تر سره شي.
د یادو موسسو استازو وویل، چې د ټولو مستحقو او اړمنو کورنیو په سروې او د مرستو د وېش په روڼتياکې به له پوره دقت څخه کار اخلي او مرستې به د مهاجرينو چارو وزارت سره د لاسليک شوو هوکړه ليکنو مطابق په هغو کورنيو وېشي چې په رښتني توګه د مرستو حقدارې وي.
هغه همدارنګه د بلخ ولایت د کار او ټولينزو چارو رييس الحاج مفتي نصير احمدابو خالد سره ليدنه وکړه او د نوموړي څخه يې په دغه ولايت کې راستنېدونکو، بېځايه شوو او اړمنو کورنیو ته د کاري زمينې د برابرولو غوښتنه وکړه.
ښاغلي نصير احمد ابو خالد د مهاجرينو چارو وزارت پلاوي، ته چې د مسلکي مرستیال مولوي عبدالرحمن راشد په مشرۍ يې دغه ولايت ته سفر کړی و ښه راغلاست ووايه او یادو کورنيو ته يې د کاري زمينې د برابرولو او د وزارت سره د هر اړخيزې همکارۍ او همغږۍ ډاډ ورکړ.