د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت او د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د عالي کمېشنرۍ تر منځ د بې ځایه شویو د راستنېدو او خپلو اصلي ځایونو ته د لېږد په موخه ګډه ناسته وشوه.

anwari_morr
دوشنبه ۱۴۰۲/۱۱/۱۶ - ۱۲:۵۶
-

 د مهاجرینو او راستنیدونکو چارو وزارت او د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د عالي کمېشنرۍ تر منځ د بې ځایه شوو خپلو اصلي ځایونو ته د انتقال په موخه د همغږۍ جلسه جوړه شوه.

 په دې لیدنه کې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د کډوالو د عالي کمېشنرۍ مرستیالې اغلې والري سوبودووا او ورسره مل پلاوي، د دغه وزارت د داخلي بې ځایه شویو چارو رییس مولوي سردار شېرزاد هم حضور درلود او بې ځایه شوو راستنېدونکو خپلو اصلي ځایونو ته د انتقال په اړه یې خبرې وکړې.

 شېرزاد څرګنده کړه، چې دغه ناسته د تېرې ناستې په څېر ده او له ناستې يې موخه اصلي سيمو ته د داخلي بې ځايه شويو کسانو د لېږد او استوګنې زمينه برابرول دي.

  هغه وويل: د دغه وزارت لومړيتوب د هغو بېځايه شويو کسانو ځاى پرځاى کول دي، چې په کابل ښار کې په ناوړه شرايطو، چې زياتره يې په دولتي او عام المنفعه ځایونو کې ژوند کوي او دا کار د ښاري پراختيا د پلانونو د تطبيق له خنډ سره مخامخ شوى دى.

 موږ له اړوندو ملي او نړیوالو څانګو په ځانګړې توګه د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو له عالي کمیشنرۍ څخه غوښتنه کوو، چې په دې برخه کې د مهاجرینو چارو له وزارت سره همکاري وکړي، تر څو د بې ځایه شویو د انتقال او دایمي هواري لپاره زمینه برابره شي.

همدا راز زیاته یې کړه چې د تېرې ناستې بحثونه او پرېکړې له وزارت سره شریکې شوې او د رهبرۍ مقام هم د مهاجرینو چارو وزارت د ګډ پلان په اړه د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د عالي کمیشنرۍ له دفتر سره د داخلي بې ځایه شویو کسانو د لېږدولو او ځای پر ځای کولوهوکړه کړې ده.

 شېرزاد زياته کړه، زموږ ټينګار دا دى مخکې له دې، چې د پاکستان هېواد له خوا د افغان مهاجرينو لپاره ټاکل شوى وخت د ۲۰۲۴ کال تر مارچ پورې پاى ته ورسيږي، داخلي بې ځايه شوي کسان بايد له کابل ښار څخه خپلو اصلي ځايونو ته ولېږدول شي.

 په همدې حال کې د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د عالي کمېشنرۍ مرستیالې اغلې والري سوبودووا وویل: د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ د نړیوالو سازمانونو او د افغانستان د اسلامي امارت تر منځ د پله حیثیت لري او د بې ځایه شویو لپاره د یوې دایمي حل لارې چارې لټوي.

 خلک او مهاجرین د هغوی بیرته راګرځول او یوځای کول زموږ ګډه دنده ده، موږ کولی شو د یو ګډ پلان په جوړولو او ترتیب سره خپل اهداف ترلاسه کړو.

هغې وويل: په دې اړه مو له خپلو همکارانو سره خبرې کړې دي او په دې برخه کې مو يو پلان جوړ کړى او په دوو اونيو کې به يې وزارت ته د غور لپاره وړاندې کړو، موږ غواړو د داخلي بې ځايه شويو کسانو وضعيت ته پاملرنه وشي.

 د داخلي بې ځایه شویو د وضعیت ته د رسېدنې رییس څرګنده کړه: د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ یوازې یو پل نه دی؛ بلکې د بې ځایه شویو، راستنیدونکو او مهاجرینو د ستونزو او وضعیت د حل په موخه مسؤله او د همغږۍ اداره ده.

 مېرمن والري سوبودووا زیاته کړه، پلان لري چې د یوې میاشتې په موده کې په دوو ولسوالیو کې د بې ځایه شویو خلکو د سروې په اړه مقدماتي سروې ترسره کړي او په راتلونکي پړاو کې به د بې ځایه شویو خلکو د عمومي سروې بهیر پیل او ۳ ــ ۴ میاشتو کې به بشپړ شي، او دا پروګرام په ټول هیواد کې په سلګونو ځایونو کې زرګونه کورنۍ تر پوښښ لاندې راولي. هغې دا هم وويل، چې موږ له يوه افغاني شرکت سره چې کارکوونکي يې د سروې په برخه کې تجربه لري، تړون لاسليک کړى او که د مهاجرینو چارو وزارت د کار کولو اجازه ورکړي، د سروې پروګرام به پيل کړو.

 شېرزاد زياته کړه، چې دغه وزارت د خپلو دویمو واحدونو له لارې د داخلي بې ځايه شويو کسانو شمېرې راټولې کړي او په دې برخه کې يې مېرمن والري د بېځايه شويو کسانو د شمېرې د شريکولو غوښتنه وکړه.

 هغه وويل: د کورنيو سروې له بهير سره سم بايد بېځايه شوي کسان خپلو اصلي ځايونو ته ولېږدول شي او د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د عالي کمېشنرۍ استازو له دې نظر سره موافقه وکړه.

شېرزاد زياته کړه، چې د مهاجرینو چارو وزارت د يوه سکتوري بنسټ او د يو فعال او کليدي مسوول په توګه بايد د بې ځايه شويو وګړو د سروې د پروګرام په طرحه او تطبيق کې ونډه ولري، د ناستې  په پاى کې پرېکړه وشوه چې د مهاجرینو چارو وزارت او د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د عالي کمېشنرۍ له خوا  د بې‌ ځایه شویو د لېږد لپاره ګډ پلان ترتیب شي، د وزارت د چارواکو تر هوکړې وروسته دې د بې‌ځایه شویو کسانو احصایې او ارقام د اړوندو او نړیوالو ادارو ترمنځ همغږي شي.

 د ګډ پلان له ترتیبولو وروسته یو ځل بیا د بې ځایه شویو خلکو د اصلي ځایونو، د هغوی د اړتیا او د هغوی د بې ځایه کېدو د لاملونو د معلومولو په موخه، د وزارت او ملګرو ملتونو سره په همغږۍ دې سروې ترسره شي د کډوالو عالي کمېشنرۍ او د مهاجرینو چارو وزارت رول باید د IDP سروې پروګرام په پلان او پلي کولو کې فعال او کلیدي وي.

 

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۶ - ۱۳:۴۹
Background image

د کډوالو چارو وزارت د همکارۍ دری هوکړه لیکونه لاسلیک کړل

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت د همکارۍ دری هوکړه لیکونه د ۲ میلیونه ۶ لکه ۴۴ زره او ۴۱۳ ډالرو په ارزښت د بشري حقونو د څېړنې او دفاع موسسې، د افغانستان لپاره د انصاري بیا احیا موسسې. . .
یکشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۵ - ۲۰:۳
Background image

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو د سرپرست وزیر محترم مولوي عبدالکبیر په مشرۍ د وزارت اداري ناسته ترسره شوه.

 
په دې ناسته کې چې د مهاجرینو چارو مالي او اداري معین شیخ کلیم الرحمن فاني او د وزارت مرکزي رئیسانو ګډون کړي وو، له ایران څخه د افغان راستنېدونکو د لړۍ د ارزول شوي حالت او حل. . .
شنبه ۱۴۰۴/۴/۱۴ - ۱۱:۱۸
Background image

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو سرپرست وزیر محترم مولوي عبدالکبیر د کابل د جهادي مدرسې له مهتمم او علمای کرامو سره وکتل.

 
په دې ناسته کې چې د کابل د جهادي مدرسې مهتمم شیخ محمد ابراهیم سعید سربــېره شیخ محمد اسماعیل، شیخ محمد فقیر محمدي او شیخ عبدالغني هم حضور لرلو، د کابل د جهادي مدرسې محترم. . .

بېرته خبرونه ته