د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو سرپرست وزیر محترم مولوي عبدالکبیر د پکتیکا د زیړوک ولسوالۍ له یو شمېر علمای کرامو او قومي مخورو سره وکتل.
په دې ناسته کې چې د زیړوک څو تنو مجاهدینو او مسوولینو هم حضور لرو، په یاده سیمه کې د ولسونو اقتصادي حالت ته په اشارې سره یادونه وشوه، چې خلک د حکومت له لوري د یو شمېر ټولګټو چارو د پیل او د ځینو شته ستونزو د حل غوښتنه لري.
حاضرو قومي مخورو او علمای کرامو د وړاندېزونو شریکولو پر مهال وویل، چې اسلامي امارت دې د زیړوک ولسوالۍ د سړکونو رغولو او همدرانګه په زیړوک کې د پلان شوو کوچنیو بندونو چارې پیل کړي.
دغه راز راغلو مشرانو او قومي مخورو د مهاجرینو چارو محترم وزیر ته وړاندېز وکړ، چې اسلامي امارت دې د بېوزلو لاس نیوي ته ځانکړی پام وکړي.
محترم مولوي عبدالکبیر له زیړوک څخه راغلو مشرانو او علماوو ته د ښه راغلاست پر مهال د اسلامي نظام په بریا کې د ولسونو هڅې د ویاړ وړ وبللې او زیاته یې کړه، چې اسلامي امارت ولس ته د خدمت مسوولیت لري او له تبعض پرته د هر وګړي غږ اورېدل کېږي.
محترم وزیر وویل، چې له اړوندو ادارو سره به په همغږۍ د زیړوک د ولس وړاندېزونو ته د رسیدنې لپاره هڅه وشي او څرګنده یې کړه، چې اسلامي نظام د افغان ولس هرې غوښتنې ته متوجه دی.
د ناستې په پای کې محترم مولوي عبدالکبیر راغلو مشرانو ته ډاډ ورکړ چې د یادو شوو ستونزو حل ته به لومړیتوب ورکړي.
