د مهاجرينو چار وزارت د دفتر رييس د ناروې ټولنې د عمومي رييس سره ليدنه وکړه

د مهاجرينو چارو وزارت د دفتر رییس الحاج قاري محمد اجمل وياړ په افغانستان کې د ناروې د مهاجرينو ټولنې رییس ښاغلي نيل ترنر او د دفتر د پروګرامونو له مسؤولې مېرمن پاتريشا سره په خپل کاري دفتر کې ليدنه وکړه.
په دې ليدنه کې ښاغلي ترنر د سرپناه د جوړېدو، مصونيت، مرستو او اړمنو او معلولو کورنیو ته د ژمنيو مرستو رسولو دعملي پلان په برخه کې د ياد دفتر د پروژو په اړه معلومات ورکړل.
ښاغلي وياړ د ياد دفتر د همکاريو څخه مننه وکړه او د مهاجرينو چارو وزارت سره يې په همغږۍ او د مرستو د کمیت او کیفیت پر زیاتوالي ټینګار وکړ او ویې ويل، د کډوالو د جبري راستنېدو په برخه کې باید د فعالیتونو یادونه وشي او په دې برخه کې یې د لا زیاتو همکاریو غوښتنه وکړه.