د مهاجرينو او راستنېدونکو چارو وزارت سرپرست وزير الحاج خليل الرحمن حقاني د هرات ولايت د مهاجرينو چارو رياست څخه ليدنه وکړه

anwari_morr
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۱/۱ - ۲۰:۱۰
-

د مهاجرينو او راستنېدونکو چارو وزارت سرپرست وزير الحاج خليل الرحمن حقاني د پلاوي په ملتيا د هرات ولايت د مهاجرينو چارو رياست څخه ليدنه وکړه.
هغه لومړی د رياست کارکوونکو ته د نوي رئيس د تعين کيدو په اړه مبارکي وويله، او بيا يې د وزارت په اړوند چارو رڼا واچوله، د هغوي چارې يې وارزولې او هغوي ته یې د اطاعت، د کارونو په روڼتيا، چټکتيا، پر وخت د چوپړتیاوو د رسولو او فساد د مخنيوي په اړه لازمې لارښوونې وکړې.
ښاغلي وزير صاحب زياته کړه؛ چې څه امکانات د وزارت په لاس کې وي، تاسو ته به يې وخت په وخت درکوو.
همدارنګه هغه د هرات ولايت د مهاجرينو چارو رياست ستونزې واوریدې او د حل ډاډ يې ورکړ.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۹/۱۲ - ۹:۳
Background image

د کابل د کډوالو چارو ریاست ته نوی رییس وپېژندل شو

د افغانستان اسلامي امارت رهبر عالیقدرامیرالمومنین حفظه الله د حکم پر بنسټ د کار او ټولنیزو چارو وزارت پخوانی معین ښاغلی مولوي دین محمد حقبین د کابل ولایت د کډوالو چارو ریاست د نوي رییس. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۹/۹ - ۱۴:۴۱
Background image

په کډوالو وزارت کې د همکارۍ هوکړه لیک لاسلیک شو

په کډوالو وزارت کې له همکاهنګي کمک های بشري موسسې سره د ۸۵ زره ۴۰۹ امریکايي ډالرو په ارزښت د همکارۍ هوکړه لیک لاسلیک شو.
د دغه هوکړه لیک له مخې به یاد شمېر پیسې د نغدي مرستو وېش او په. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۶ - ۱۰:۱۳
Background image

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزیر محترم مولوي عبدالکبیر د ترکیې له سفیر ښاغلي جنک اونال سره په کابل کې د هغه د دندې پای ته رسېدو له امله د مخې ښې لیدنه وکړه

په ناسته کې د ترکیې سفیر ښاغلي جنک اونال د خپل کاري ماموریت په موده کې، د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت د همکاریو او لیدنو له امله خوښي څرګنده کړه او د افغان ولس له مېلمه پالنې او. . .

بېرته خبرونه ته