د محترم مولوي عبدالکبیر په مشرۍ د کډوالو او راستنېدونکو چارو د وزارت اداري ناسته ترسره شوه.

sadam_morr
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۶/۴ - ۱۵:۲۸
-

په دې ناسته کې چې د کډوالو او راستنېدونکو چارو مرستیالانو او مرکزي رئیسانو برخه درلوده، له اجنډا سره سم د یو شمېر مهمو موضوعګانو په هکله په کې بحث او پریکړې وشوې.
محترم مولوي عبدالکبیر د ناستې په پيل کې راستنو شوو ته، د غوره خدمتونو وړاندې کېدو په برخه کې د خپلو همکارانو او د اسلامي نظام د مسوولینو د هڅو په ستایلو سره، د اسلامي امارت موخو ته په اشارې سره وویل، چې افغانستان ابادولو ته اړتیا لري او باید له هر فرصت څخه اغېزمنه ګټه پورته شي.
محترم وزیر د اسلامي امارت په ادارو کې پر مسلکي چلند ټېنګار سره زیاته کړه، چې هڅه کوي له هرې ممکنې شرعي لارې، راستنو شوو ته دایمي سرپنا چمتو کړي.
د محترم مولوي عبدالکبیر په وینا، چې د کډوالو چارو وزارت په هڅو سره، د ملګرو ملتونو له اړوندو ادارو سره د اړتیا وړ همغږي رامنځته شوې او توانيدلي، چې په ګاونډيو هېوادونو کې هم د افغان کډوالو یو شمېر ستونزې هوارې کړي.
  محترم وزیر له ګاونډیو هېوادونو څخه د راستنېدونکو افغانانو شمېر ته په کتو مسوولینو ته سپارښتنه وکړه، چې د راستنېدونکو د نوې احتمالي جوپې پیل ته چمتووالي ولري او خپلې اړتیاوې د وزارت له مقام سره شریکې کړي.
د ناستې په پای کې محترم وزیر ګډونوالو ته سپارښتنې وکړې او وې وویل، چې د کډوالو چارو وزارت د کارکوونکو ظرفیت لوړېدو ته باید پام وشي او همدارنګه له ولایتي مسوولینو سره د همغږۍ او ستونزو حل لپاره دې له ځنډ مخنیوی وشي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۵ - ۱۴:۵۲
Background image

د مهاجرینو چارو وزیر د پکتیکا ولایت لپاره د اسلامي امارت له ځینو ډلګۍ مشرانو سره وکتل

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزیر محترم مولوي عبدالکبیر نن د پکتیکا ولایت لپاره د اسلامي امارت له ځینو ډلګۍ مشرانو سره وکتل.

په دغې لیدنه کې، چې د اسلامي امارت د مجاهدینو د هلو ځلو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۵ - ۱۴:۵۲
Background image

د مهاجرینو چارو وزارت ۳۰ تنه کارکوونکو د انګلیسي او کمپیوټر زده کړې فراغت سندونه ترلاسه کړل

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت د مرکزي ریاستونو ۳۰ تنو کارکوونکو د انګلیسي او کمپیوټر د زده کړه ییزو برنامو تر بشپړولو وروسته د فراغت سندونه ترلاسه کړل.

په دې اړه جوړه شوې غونډه. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۳ - ۱۵:۱۹
Background image

په مهاجرینو چارو وزارت کې د سلګونو زرو امریکايي ډالرو پر ارزښت د همکارۍ یو هوکړه‌لیک لاسلیک شو

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت د ژغورنې نړۍوالې کمېټې(IRC) موسسې سره د ۷۰۰ زره امریکايي ډالرو پر ارزښت د همکارۍ یو هوکړه‌ لیک لاسلیک کړ.

د دغه هوکړه ‌لیک د لاسلیک مراسم د. . .

بېرته خبرونه ته