ترکیه کې د افغان کډوالو ستونزو ته رسېدنه؛ په استانبول کې د افغانستان له جنرال قونسل سره د ګډ پلاوي د لیدنې بنسټيزه موضوع

sadam_morr
شنبه ۱۴۰۵/۸/۹ - ۱۴:۴۰
-

د مهاجرینو چارو وزارت د مقام دفتر رییس ښاغلي مولوي سعید احمد بنوري پر مشرۍ، د یاد وزارت او بهرنیو چارو وزارت ګډ پلاوي د روانې میاشتې په ۷مه د ترکیې په استانبول کې د افغانستان اسلامي امارت له جنرال قونسل ښاغلي مفتي محمد اکبر عظیمي سره وکتل.
په پیل کې ښاغلي بنوري د خپل سفر موخې بیان کړې. په ترکیه کې د افغان کډوالو ستونزو ته رسېدنه، د کډوالو د ساتنې له مرکزونو لیدنه او د هغوی ستونزو ارزول او د ګډو همکاریو سند شریکول یې د سفر اصلي موخې وبللې.
هغه په استانبول کې د افغانستان له جنرال قونسل او ډيپلوماټانو وغوښتل، چې د یاد پلاوي د سفر موخو په ترلاسه کولو کې ورسره لازمه همکاري وکړي.
ښاغلي عظیمي او د قونسلګرۍ نورو مسوولینو هغوی ته د ښه راغلاست تر څنګ د همکارۍ کولو چمتوالی وښود، په ترکیه کې یې د مېشتو افغان کډوالو ستونزې مطرح کړې او د ترکیې د کډوالۍ ادارې له رییس او کورنیو چارو وزارت سره یې په راتلونکو ناستو کې د دغو ستونزو د تعقیب غوښتنه وکړه.
د افغان کډوالو د استوګنې کارټونو نوي کول او لګښت یې کمول، د کارټ نوي کولو او ترلاسه کولو لړۍ اسانول، د وېزو اخیستلو لړۍ اسانول او وېزو زیاتول؛ هغه موضوعات و، چې په دغې ناسته کې پرې خبرې وشوې.
دغه لیدنه د افغانستان مسوولو بنسټونو ترمنځ د همغږۍ رامنځته کولو، په ترکیه کې د افغان کډوالو ستونزې ارزولو او د هغوی ستونزو ته د وړ حل‌‌لارو موندلو په موخه وشوه.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۸/۹ - ۱۴:۴۰
Background image

ترکیه کې د افغان کډوالو ستونزو ته رسېدنه؛ په استانبول کې د افغانستان له جنرال قونسل سره د ګډ پلاوي د لیدنې بنسټيزه موضوع

د مهاجرینو چارو وزارت د مقام دفتر رییس ښاغلي مولوي سعید احمد بنوري پر مشرۍ، د یاد وزارت او بهرنیو چارو وزارت ګډ پلاوي د روانې میاشتې په ۷مه د ترکیې په استانبول کې د افغانستان اسلامي. . .

جمعه ۱۴۰۵/۸/۸ - ۲۲:۸
Background image

د مهاجرینو چارو وزیر د ملګرو ملتونو د سرمنشي له ځانګړې استازې او په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوي له نوې مشرې سره وکتل

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزیر محترم مولوي عبدالکبیر په خپل کاري دفتر کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي له ځانګړې استازې او په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوي له نوې مشرې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۸/۷ - ۱۲:۶
Background image

له یوې همکارې موسسې سره د همکارۍ هوکړه‌لیک لاسلیک شو

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت کې نن له دوامداره پراختیا او هوساینې موسسې سره د ۳ میلیونه ۱۸۸ زره او ۶۲۰ افغانیو پر ارزښت د همکارۍ یو هوکړه‌لیک لاسلیک شو.
دغه پیسې به په ننګرهار. . .

بېرته خبرونه ته