کاپيسا کې سلګونه بېځايه شوو کورنيوسره مرسته وشوه

anwari_morr
کاپيسا کې سلګونه بېځايه شوو کورنيوسره مرسته وشوه

د CARE,DACAR,WESTA موسسو له لورې د کاپيسا ولايت دکډوالو چارو رياست په همکارۍ ۳۳۸بېځايه شوو کورنيوسره دغيرخوراکي موادو مرستې شوي.
يادې کورنۍ، چې دجګړو له امله ديوشمېر سيموڅخه ددې ولايت مرکز ته راکډه شوې وې د سلواغې په ۲۹مه هرې کورنۍ ته ۳ کمپلې، ۱ درۍ، ۱ ترپال، ۱ لاسي برق، يوه يوه روغتيايي کڅوړه، يوه کڅوړه ژمني توکي او د پخلنځي مکمل سامان الاتو مرسته ووېشل شوه.
د ويلو ده، چې يادو کورنيو سره مخکې هم نغدي مرستې ترسره شوې.