غورکې بېځايه شوو کورنيوسره نغدي او خوراکي موادو مرسته وشوه sadam_morr https://www.morr.gov.af/index.php/dr/node/1255 د خوراک نړيوال سازمان (WFP) او (ACF) موسسو له لورې غورولايت دکډوالو چارو آمريت په همکارۍ ۱۰۳ بېځايه شوو کورنيو سره نغدي او خورکي موادو مرسته وشوه. يادې کورنۍ، چې د جګړو له امله د شهرک، چهارسدې او دولت يار ولسواليو څخه ددې ولايت مرکز راکډه شوې وې د لړم په ۱۶ مه د خوراک نړيوال سازمان (WFP) هرې کورنۍ ته ۲۰۰ کيلو اوړه، ۱۴ کيلو غوړي، ۱۴ کيلو دالنخو، يوه کيلو مالګه او (ACF) له لورې ۴۷ کورنيو هرې کورنۍ ۱۲ زره افغانۍ نغدې ورکړل شوې.