کندهار کې بېځايه شوو کورنيوسره مرسته وشوه

د WFP او UNHCR موسسو له لورې د کندهار ولايت دکډوالو چارو رياست په همکارۍ ۷۱ بېځايه شوو کورنيوسره د خوراکي او غيرخوراکي موادو مرسته وشوه.
يادې کورنۍ، چې د جګړو له امله د فرا ولايت څخه دکندهار ولايت سپين بولدک ته راکډه شوې وې دتلې په ۱۸مه هرې کورنۍ ته يوه بوجۍ اوړه، يوه قوطۍ غوړي، ۷ کيلو دالنخود ، يوه کيلو مالګه ، دپخلنځي مکمل سامان الات او روغتيايي کڅوړو مرسته ووېشل شوه.