د کډوالو او راستنېدونکیو چارو وزیر د بغلان ولایت د بېلابېلو ولسوالیو له علماوو او قومي مشرانو سره ولیدل.
د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزیر محترم مولوي عبدالکبیر د بغلان ولایت د بېلابېلو ولسوالیو له علماوو او قومي مشرانو سره ولیدل.
په دې ناسته کې راغلو قومي مشرانو او علماوو د اسلامي امارت له لوري عمومي عفوه، له افغان شخصیتونو سره د اړیکو کمېسیون او د سرتاسري امنیت له تامین څخه خوښي وښوده. هغوی وویل، چې په هېواد کې د اسلامي نظام او امنیت په راتګ سره د افغانستان په تاریخ کې نوې پاڼه پرانستل شوه او دا د ټولو هېوادوالو مسؤولیت دی چې د دې اسلامي نظام په ساتلو کې خپل مسوولیت ترسره کړي.
یادو علماوو او قومي مشرانو دغه راز د خپلو ولسوالیو د اوسېدونکیو ستونزې شریکې کړې او غوښتنه یې وکړه، چې په دې ولسوالیو کې اساسي پروژې عملي شي.
د کډوالو او راستنېدونکیو چارو وزیر محترم مولوي عبدالکبیر، د راغلو علماوو او قومي مشرانو هرکلی وکړ او ویې ویل، چې اسلامي امارت د هېوادوالو په چوپړ کې دی.
هغه ډاډ ورکړ، چې د هېواد لرو پرتو سیمو ته به ځانګړې پاملرنه وشي او د هغوی د ستونزو د حل لپاره به اساسي پروژې عملي شي
