بېځایه شوو ته دلاسرسي په برخه کې له درې میلیون څخه دډېرو ډالرو په ارزښت دوه هوکړه لیکونه لاسیلک شول

sadam_morr
Fri, Jul 30 2021 8:09 PM
______________

دکډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت بېځایه شوو ته دلاسرسي په برخه کې له ٣میلیونه او٢٥٨زره او٧٩٤ ډالرو په ارزښت د(WASSA) او (CHA) موسسې سره دوه هوکړه لیکونه لاسلیک شول.

دغه هوکړه لیکونه دپنجشنبې په ورځ دزمري په ٧دکډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت دپالېسۍ اوپروګرامونو دپلي کېدو معین شېرعلم امله وال او ذکر شوو موسسو داستازو ترمنځ په کډوالو وزارت کې لاسلیک شول.

د پالیسۍ او پروګرامونود پلي کېدو مرستیال په هېواد کې روان وضعیت حساس وباله او د داخلي بې ځایه شویو خلکو ته لاسرسی یې د وزارت یو له اصلي لومړیتوبونو څخه یادکړ او په مرستندویه ادارو یې غږ وکړ چې په دې وضعیت کې د کډوالو چارو وزارت سره لا زیاته همکاري وکړي.

د(CHA) موسسه به دلاسلیک شوي هوکړه لیک له مخې په غور ولایت کې دسرپناه جوړولو،روغتیایې کڅوړو او خوراکي موادو دوېش په برخه کې دکډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت سره همکاري کوي.

دیاد هوکړه لیک ارزښت یومیلیون او٣٠٣زره ډالرو ته رسیږي.

همدارنګه دWASSAموسسه به دلاسلیک شوي هوکړه لیک له مخې دهېواد په عربي ولایتونو کې د داخلي بېځایه شوو ته د رسېدو اوبيایوځای کېدو ،کارموندنې دزراعت په برخه کې کارکوي .

دیاده هوکړه لیک ارزښت یومیلیونو٩٥٥زره او٧٩٤ ډالرو ته رسیږي.

 

 

Latest news

Wed, Mar 23 2022 9:28 PM
Background image

A training workshop was held for the heads of the Ministry of Refugees

The Ministry of Refugees, in collaboration with the United Nations High Commissioner for Refugees (UNHCR), organized a three-day training workshop for its Heads and Second Units on the. . .

BACK TO NEWS