کډوالو چارو  وزارت د ژمي په موسم کې کډوالو وضعيت ته د رسېدنې په موخه د دولتي ادارو د چمتوالي ناسته ترسره کړه

sadam_morr
Wed, Jul 31 2019 8:33 AM

 


 

ددې ناستې موخه ژمي کې د داخلي پېځايه شوو وضعيت ته د رسېدنې لپاره د يو واحد پلان جوړول او د مرستو وېش څرنګوالی ياد شو او يه دغه برخه کې د دولتي ادارو پر همغږۍ هم خبرې وشوې.

ياده ناسته د تېرې يکشنبې په ورځ د زمري په ۶مه د کډوالو چارو وزارت د پلان او پالېسۍ مرستيال په مشرۍ دغه۸ وزارت کې ترسره وشوه.

په ناسته کې له طبيعي پېښو سره د مبارزې وزارت مرستيال محمد قاسم حيدري، د کليو او پراختيا، د کرنې او مالدارۍ، د ماليې او عامې روغتيا وزارتونو او د افغان سرې مياشتې استازو ګډون درلود.

پرېګړه وشوه ، چې اړونده ادارې به د ژمي په موسم کې د کډوالو وضعيت ته د رسېدنې په برخه کې دخپلو شته امکاناتو او کړنو  په اړه معلومات راتلونکې ناسته کې وړامدې کړي.

 


 

 

 

Latest news

BACK TO NEWS