د آفمس ( د افغانستان د مالي مدیریت معلوماتي سیستم) ښونیز پروګرام پیل شو

د آفمس (د افغانستان د مالي مدیریت معلوماتي سیستم) ښونیز اونیز پروګرام د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت د مالي او اداري ریاست کارکوونکو لپاره د مالیې وزارت په همکارۍ سره نن پیل شو.
د کډوالو وزارت د مالي او اداري ریاست رییس مفتي مدیر ګل وینا وکړه او ویې ویل: دغه سیسټم د اسانتیاوو رامنځته کولو او د مالي چارو په برخه کې د ستونزو د حل لپاره جوړ شوی دی، چې په بېلابېلو دولتي ادارو کې به په پرلهپسې توګه پرمخ ولاړ شي.
هغه د مالي برخې کارکوونکو څخه غوښتنه وکړه چې په دې تعلیمي پروګرام کې فعاله ګډون وکړي.
وروسته د مالي وزارت تخنیکي ټیم استازي حاجي فخر الدین فخري د آفمس سیسټم معرفي کړ او زیاته یې کړه: دغه سیستم د نوښتونو په مرسته د مالي چارو په برخه کې شفافیت او اسانتیاوې رامنځته کوي او په راتلونکي کې به د مالي برخو ستونزې حل او ښه والی راشي.
په پام کې ده چې د کډوالو وزارت مالي او اداري کارکوونکي د یوې اونۍ لپاره د مالیې وزارت د استازي له خوا دغه برخه کې تخنیکي زده کړې وکړي.