د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت اداري ناسته وشوه

sadam_morr
Mon, Oct 14 2024 11:01 AM
_

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت اونیزه اداري ناسته د مهاجرینو چارو وزیر ښاغلي الحاج خلیل الرحمن حقاني په مشرۍ، د وزارت د مالي او مسلکي مرستیالانو او د رییسانو او مسولانو په شتون کې وشوه.

په دې ناسته کې د تېرې ناستې د پرېکړو او لارښوونو په تعقیب، په ولایتونو کې د مهاجرینو د ښارګوټو د ځمکو د غصب، له مرکزي ریاستونو څخه د څارنې او ارزونې ریاست راپور، د ګل پاچا الفت ښارګوټي د پلاوي راپور، د کونړ ولایت د بې ځایه شویو د موضوع او له کابل ښار څخه د زرګونو  بېځایه شویوکورنیو خپلو مېنو ته د لېږد په اړه خبرې وشوې.

ښاغلي حقاني د چارو د لا  پرمختیا په موخه مسولینو ته لازمې لارښوونې وکړې.

 

Latest news

BACK TO NEWS