مسلکي مرستيال په کابل کې د ترکيې سفير د مشاور له مرستيال سره ليدنه وکړه

sadam_morr
Thu, Jun 08 2023 12:30 PM
-

د مهاجرينو چارو وزارت مسلکي مرستيال مولوي عبدالرحمن راشد په کابل کې د ترکيې د سفير له مرستيال عبدالله دندار او مل پلاوي سره د غبرګولي په ( ۱۸مه په خپل کاري دفتر کې ليدنه وکړه.
په دې ليدنه کې   په کابل کې د لوی اختر په ورځو کې ( ۲) زرو کورنيو سره د مهاجرينو چارو وزارت له لارې د ترکيې هېواد د بشري مرستو په اړه خبرې وشوې.

مسلکي مرستيال د افغانستان او ترکيې هېواد دوستانه  تاريخي اړېکو ته په اشاري سره په هغه  هېواد کې د مېشتونو افغان مهاجرينو سره د دوی د همکاريو مننه وکړه او د مرستو د دوام غوښتنه يې وکړه.
په کابل کې د ترکيې د سفير مشاور عبدالله دندار وويل، افغان مهاجر زموږ ورونه دي او اوسمهال شاوخوا (۲۰۰) زره افغانان په قانوني توګه په ترکيې کې ژوند کوي، چې د اقتصاد، کرنې او ټيکنالوژۍ په برخه کې له موږ سره کار کوي.
ښاغلي راشد د ياد هېواد د همکاريو د مننې ترڅنګ وويل ، چې په ترکيې کې د افغان مهاجرو  دستونزو د هواري په موخه بايد يوداسې ميکانيزم او کړنلاره  رامنځ شي،چې د دواړو لوريو ترمنځ په هوکړې سره برابره او د مقابل لورې  د تائيد وړ وګرځي.
په دې ليدنه کې  د مذهبي چارو سلاکار عبدالقدير ريکر اوغلو  او د ترکيې د سرې مياشتې رئيس فريد احمد ضيا هم شتون درلود.

 

 

Latest news

Wed, Mar 23 2022 9:28 PM
Background image

A training workshop was held for the heads of the Ministry of Refugees

The Ministry of Refugees, in collaboration with the United Nations High Commissioner for Refugees (UNHCR), organized a three-day training workshop for its Heads and Second Units on the. . .

Thu, Mar 03 2022 5:20 PM
Background image

The Minister of Refugees met with the Deputy Secretary General (IRC)

The Minister of Refugees, Haji Khalil-ur-Rehman Haqqani, met with Mr. Bob Kitchen, Deputy Director General of the International Rescue Committee (IRC), in her office on Thursday, 12 May. . .

Mon, Feb 21 2022 10:17 AM
Background image

The Minister of Refugees and Repatriations traveled to Uruzgan province

Following the official visits of Alhaj Khalil-ur-Rehman Haqqani, Minister of Refugees and Repatriations, he went to Uruzgan province on Saturday, February 20, to review the activities. . .

BACK TO NEWS