د مهاجرينو او راستنېدونکو چارو وزارت مسلکي مرستيال د UNHCR د مسوولې سره په خپل کاري دفتر کې وکتل

sadam_morr
Tue, Sep 06 2022 9:18 PM
------
د مهاجرينو او راستنېدونکو چارو وزارت مسلکي مرستيال ښاغلي مولوي عبدالرحمن راشد د کډوالو په چارو کې د نړيوالې ټولنې د ادارې UNHCR د افغانستان برخې د مسوولې اغلې يوميکو تاکاشيما سره په خپل کاري دفتر وکتل
په دې کتنه کې په ايران او پاکستان هيوادونو کې د څلور اړخيزو او درې اړخيزو غونډو د جوړېدو او اجنډا په تړاو خبرې وشوې او همدارنګه دواړو خواوو په دې اړه هيله څرګنده کړه چې جوړیدونکې غونډې بايد نتيجه ورکونکې وي.
همدارنګه د UNHCR او مهاجرينو او راستنېدونکو چارو وزارت ترمنځ د ۲۰۲۳ کال د جوړيدونکي پلان په تخنيکي او اړتيا لرونکي اړخ، د UNHCR سره د تړون لرونکو بنسټونو په هوکړه ليکونو، اړتيا لرونکو سيمو ته د مرستو رسولو په روڼتيا او چټکتيا او دواړو ارګانونو ترمنځ د اړتيا لرونکو معلوماتو په شریکولو خبرې وشوې.

Latest news

BACK TO NEWS