د بريالي مياخېل په مشرۍ پلاوي له تورخم څخه ليدنه وکړه

anwari_morr
Sat, Nov 13 2021 11:01 AM
د بريالي مياخېل په مشرۍ پلاوي له تورخم څخه ليدنه وکړه!

د مهاجرينو او راستنېدونکو چارو وزارت د معلوماتو او څېړنو رئيس بريالي مياخېل په مشرۍ يو پلاوي د تورخم څخه لېدنه وکړه.

په دغه لېدنه کې په تورخم کې د مهاجرينو رياست اړوند امريت ټول مشکلات وارېدل شول او سپارښتنه وشوه, چې د تشنابونو ستونزې دې ژر حل شي او په هغه در وازه چې د افغانانو موټري پرې تګ راتګ کوي؛ د کډوالۍ نړيوال سازمان(IOM) اداره لخوا دې په اساسي ډول ورغول شي.

د دې ترڅنګ د دغې سفر په ترڅ کې د تورخم کميسارۍ له مرستیال سره هم ناسته ترسره وشوه.

په دغه ناسته کې د مسافرو په تګ راتګ او ستونزو تفصيلي خبرې وشوې او سپارښتنه وشوه چې د مسافرو لپاره لا نورې لازمې اسانتياوې هم رامنځته شي.

د ويلو ده چې د پخوا په په پرتله په دغه لار د مسافرو د تګ لپاره لازمې اسانتياوې رامنځته شوي او دمسافرو ګڼه ګوڼه هم کمه شوې ده.

Latest news

BACK TO NEWS