مهاجرينو وزارت کې د ځېنو مهمو موضوعاتو په اړه مشورتي ناسته وشوه

sadam_morr
Fri, Oct 29 2021 10:35 PM
ـــــــــــــــــــ

په دې ناسته کې چې د لړم په ٦مه د مهاجرينو او راستنېدونکو وزارت مرستيال او سرپرست محمد ارسلاخان خروټي په مشرۍ له مرکزي رييسانو سره د مهاجرينو وزارت د ناستو په تالار کې جوړه شوې وه؛ په تېرو کاري لاسته راوړنو، بېوزولو او اړمنو کورنيو ته د ژمنيو بشري مرستو د وېش، سرپناه رامېنځته کولو، روغتيايي خدماتو چمتوکولو او همدارنګه دځينو مهمو کارونو لپاره يوشمېر ولايتونو ته دپلاویو دټاکلو اولېږلو په اړه اړينې پرېکړې وشوې.

دويلو ده چې دناستې په پای کې ښاغلي محمد ارسلاخان خروټي له لوري دناستې ګډونووالو ته لازمې لارښوونې وشوې.

 

Latest news

BACK TO NEWS