تېره مياشت په ټول هېوادکې  ۷۳۶۵ کورنۍ بېځايه شوي دي

anwari_morr
Mon, Nov 02 2020 9:20 AM


تېره مياشت د تلې د لومړۍ نېټې څخه تر ۳۰مې نېټې پورې په ټول هېواد کې ۷۳۶۵ کورنۍ دخپلو اصلي سيموڅخه بېځايه شوي دي.

ددې جملې څخه ۵۳۸ بېځايه شوې کورنۍ د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت په هڅو بېرته خپلو اصلي سيموته ستنې شوي دي.

په روان کال کې د ټولو بېځايه شوو کورنيو شمېر ۵۲۳۷۶ ته رسيږي،چې د يوشمېر مرستندويه ادارو له لورې د کډوالو او راستنېدونکو چارو  وزارت په همکارۍ د تلې  په مياشت کې ۸۵۹۲ په شاوخواکې کورنيوسره مرستې شوي دي.

Latest news

BACK TO NEWS