د کډوالو چارو وزارت د نغدي مرستو بهير په کندهار ولايت کې پرانيستل شو

sadam_morr
Thu, Oct 03 2019 9:38 AM
روند توزیع کمک های نقدی وزارت امور مهاجرین در قندهار افتتاح شد

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت مالي او اداري مرستيال احمد ولي حکمي د يو پلاي په مشرۍ کندهار ولايت ته ديو رسمي سفرپه ترڅ کې ددې ولايت بېځايه شووته  دنغدي مرستو بهير، چې د کډوالو چارو وزارت د بوديجې له لورې ورکول کېږي دهغه ولايت دوالي په شتون کې پرانيسته.

انجينير احمد ولي حکمي د تېرې چهارشنبې په ورځ د تلې په ۱۰مه ددې ولايت والي سره په ليدنه کې دخپل سفر موخه بېځايه شوو ته د مرستو دوېش پرانيسته، د داخي بېځايه شوو او راستنېدونکو د ژوند د اوسېدو د وضعيت څارنه او د ملي او نړيوالو بنسټونو د کړنو څارنه  ياده کړه.

د نوموړي په خبره ۶ ميليونه افغانۍ د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت د بوديجې څخه ۵۰۰ بېځايه شووکورنيوته  ځانګړې شوې، چې هرې کورنۍ ته به ۱۲۰۰۰ افغانۍ د بانکي اوېز له مخې ورکول کېږي.

د کندهار ولايت حيات الله حيات د کډوالوچارو وزارت پلاوي ته ښه راغلاست ووايه ويې ويل، چې د کندها ر ولايت مقام هڅه کوي ترڅو راستنېدونکو ته خپلو اصلي سيموته د بېرته رستنېدو زمينه برابره کړي.

کندهار والي حيات الله حيات زياته کړه،چې د نا امنيو او وچکالۍ له امله د ۱۱ ولايتونو څخه خلک دې ولايت ته کډوال شوي چې مرستو ته اړتيا لري.

د ليدنې په پايله کې د کډوالو او راستنېدونکو چاروزارت پلاوي او دکندهار والي  سروې شوو کورنيوته د بانکي اوېزونو له مخې مرستې ووېشلې او د مرستو بهير يې پرانيسته.

Latest news

BACK TO NEWS