پنجشیر ولایت یو شمېر قومي مشرانو د مهاجرینو وزیر سره ولیدل

sadam_morr
Sun, Sep 29 2024 12:29 PM
_

د پنجشیر ولایت یو شمېر قومي مشرانو او سپین ږیرو د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو له وزیر سره ولیدل.

په دې لیدنه کې چې د یاد ولایت مهاجرینو امر حاجي محمد رها ابرار هم ګډون درلود، هغوی په مختلفو برخو کې د مهاجرینو له وزیر سره خپلې ستونزې شریکې کړې.

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزیر د ستونزو د حل ډاډ ورکړ او زیاته یې کړه، چې خلکو ته د خدمتونو وړاندې کول او د برنامو پلې کول د اسلامي امارت له موخو څخه دی.

نوموړي په دې برخه  کې د مشرانو او سپین ږیرو رول مهم وباله.

Latest news

BACK TO NEWS