د ودانیزو چارو د طرح او ډیزاین رییس د مهاجرینو چارو له سرپرست وزیر سره ولیدل

sadam_morr
Wed, Aug 28 2024 8:31 AM
-
د چارو ادارې لوی ریاست، د ودانیزو چارو د طرح او ډیزاین رییس مولوي محمد ابراهیم وهابزاده او ورسره مل پلاوي د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو له سرپرست وزیر الحاج خلیل الرحمن حقاني سره د هغه په دفتر کې ولیدل
په دغه ناسته کې د مهاجرینو چارو وزارت لپاره د نوې ودانۍ په جوړولو، اړتیاو او لګښتونو خبرې وشوې، او د یاد ریاست له لورې د ودانۍ لپاره ډیزاین شوې نقشه د مهاجرینو چارو وزیر ته وړاندې شوه
ښاغلي حقاني یاده نقشه خوښه او د ځینو ملحوظاتو په اړه یې ورته لازمې سپارښتنې وکړې

Latest news

BACK TO NEWS