د مهاجرینو چارو وزارت مسلکي مرستیال د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ له رییس سره ولیدل.

sadam_morr
Tue, Jun 25 2024 3:19 PM
_


 د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت مسلکي مرستیال الحاج مولوي عبدالرحمن راشد د ملګرو ملتونو د کډوالو د عالي کمېشنرۍ له رییس ښاغلي لیونارد زولو سره، چې کاري دوره یې پای ته رسېدلې ده، ولیدل.
 په دې لیدنه کې ښاغلي زولو د دواړو ادارو موخې او کاري برخې ګډې وبللې او د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت د رهبرۍ د همکاریو ستاینه یې وکړه او په بېلابېلو برخو کې یې د افغانستان له پرمختګونو خوښي څرګنده.
 د مهاجرینو چارو وزارت مسلکي مرستیال د ښاغلي زولو د کارونو او هلو ځلو ستاینه وکړه او هغه ته یې د لا زیاتو بریالیتوبونو هیله څرګنده کړه.
دغه راز په راتلونکي کې یې د دغې ادارې له نوي رییس سره د همکارۍ ډاډ ورکړ.

Latest news

BACK TO NEWS