بغلان: د مهاجرینو چارو وزیر د ښوونځي له ودانیزو چارو څخه لیدنه وکړه

sadam_morr
Tue, May 14 2024 2:45 PM
-
د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت سرپرست الحاج خلیل الرحمان حقاني د بغلان ولایت، مرکزي بغلان ولسوالۍ د مهاجرینو ښارګوټي کې د پیل شوي ښوونځي د ودانیزو چارو له جریان څخه لیدنه وکړه.
ددې لیدنې په ترڅ کې ښاغلي حقاني ددې پروژې د کارونو د چټکتیا تر څنګ د کاري کیفیت په اړه د پروژې انجینرانو ته لازمې لارښوونې وکړې.

 

 

Latest news

BACK TO NEWS