د مهاجرینو چارو وزارت او د اقاخان موسسې ترمنځ د همکارۍ هوکړه لیک لاسلیک شو

sadam_morr
Thu, Mar 21 2024 9:21 AM
_

د مهاجرینو او راستنیدونکو چارو وزارت او د اغا خان موسسې ترمنځ د ۲۸۳ زره ۹۹۸ امریکایي ډالرو په ارزښت د همکارۍ هوکړه لیک لاسلیک شو.

د دې هوکړه لیک له مخې، دغه موسسه به پورتنۍ پیسې بدخشان، کندز، بغلان، تخار، بلخ، سمنګان، فاریاب، سرپل او جوزجان ولایتونو کې د خپل ډونر په مرسته د ځانګړو اړتياوو اړمنو د ارزونې او پېژندنې، د ٥٠٠ سولرونو د لېږد او نصب، او د تیارو شوو غير خوراکي توکو د لېږد او وېش په برخه کې لګوي، چې ۳ زره او ۷۰۰ کورنۍ به ترې ګټه واخلي.

دا هوکړه لیک د وزارت د مسلکي مرستیال مولوي عبدالرحمن راشد او د یادې موسسې د استازي له خوا لاسلیک شو.

Latest news

BACK TO NEWS