دمهاجرینوچارو وزیر په کابل دیو شمېر دیني مدرسو له مسؤلینو سره لیدنه وکړه

sadam_morr
Mon, Jun 19 2023 8:03 PM
-

په دې ليدنه کې د عبدالرحمن ابن عوف مدرسې رئیس شیخ محمد نور د نورو په استازیتوب خبرې وکړې او د اړوندو مدرسو د وضعیت د څرنګوالي په وړاندې کولو سره یې خپلې ستونزې هم مطرح کړې او د مهاجرینو چارو وزارت څخه یې د همکاریو غوښتنه وکړه.
د مهاجرینو چارو وزیر د اسلامي او وطندوستۍ په روحیه د ځوانانو ښوونه او روزنه د ټولنې او خلکو د ستونزو په حل کې ارزښتناکه وبلله او ژمنه یې وکړه، چې د دوی ستونزې به له اړوندو  چارواکو سره شریکې کړي.

Latest news

BACK TO NEWS