د مهاجرينو  وزير د زندانونو چارو د تنظيم ادارې له مرستيال سره ليدنه وکړه

sadam_morr
Tue, May 23 2023 1:57 PM
-

د مهاجرينو او راستنېدونکو چارو وزير او  د بنديانو د برسۍ  د پلاوي غړي الحاج خليل الرحمن حقاني  د زندانونو چارو د تنظيم اداري له مرستيال  لوی  پاسوال  قاري حبيب الله بدري سره  په خپل کاري دفتر کې ليدنه وکړه.
په دغه ليدنه کې لوی پاسوال بدري  دهغه کړنو په اړه، چې د زندانيانو د وضعيت د ښه والي په موخه تر سره شوي معلومات ورکړ ويې ويل، چې  د دغه ادارې چارواکو او کار کوونکو په خپلو هڅو سره د زندانونو د لا ښه والي او زندانيانو ته د ښو شرايطو  په برابرولو کې خپلې هڅې جاري ساتي.
د مهاجرينو چارو وزير د زندانونو چارو ادارې کړنې ګټورې وبللې  له دوی څخه يې مننه وکړه او زندانيانو ته يې د لا ښوشرايطو د برابرولو په موخه  لازمې لار ښوونې وکړې.

Latest news

BACK TO NEWS