د مهاجرینو چارو وزیر د کندهار د مهاجرینو له ریاست څخه لیدنه وکړه

anwari_morr
Sun, Mar 19 2023 8:36 PM
-

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزیر الحاج خلیل الرحمان حقاني د کندهار ولایت د مهاجرینو چارو له ریاست څخه د کارونو ارزونې په موخه لیدنه وکړه
په دغه ناسته کې د سپین بولدک له لارې د راستنېدونکو افغانانو، داخلي بېځایه شوو او نورو اداري لاسته راوړنو او ستونزو په تړاو خبرې وشوې
د مهاجرینو چارو ریاست کارکوونکو خپل کاري راپور، ستونزې او مشکلات حقاني صیب ته وړاندې کړل
د مهاجرینو چارو وزیر د ستونزو د حل او کمښتونو پوره کولو ډاډ ورکړ، او په کارونو کې د اخلاص، ژمنتیا، همغږۍ او نورې لازمې سپارښتنې وکړې

Latest news

BACK TO NEWS