د مهاجرینو چارو وزارت او(CHA) موسسې ترمنځ د همکاریو هوکړه لیک لاسلیک شو

anwari_morr
Wed, Mar 08 2023 3:39 PM
-

دغه هوکړه لیک د مهاجرینو چارو وزارت او (CHA)موسسې ترمنځ لاسلیک شو،چې  ارزښت یې (٣٧١) زره او (١٥٤) امریکايي ډالره کېږي او له مخې به یې اړمنو کورنیو سره بشر مرستې تر سره شي.
د مهاجرینو چارو وزارت مسلکي مرستیال مولوي عبدالرحمن راشد چهارشنبه د کب په (١٧) مه د هوکړه لیک د لاسلیک پرمهال  د یادې ادارې څخه غوښتنه وکړه،چې اړمنو کورنیو ته نغدې مرسته وېشي نو په بشپړه توګه دې  شفافيت په نظر کې ونیسې.
د یاد هوکړه لیک پربنسټ به په هرات، فراه،بادغیس،غور،کابل،پروان،لوګر،غزني،میدان وردګ،کاپيسا،پنجشېرپکتيا،پکتيکا او خوست کې اړمنو کورنیو سره نغدي مرستې ترسره کوي.
همدارنګه موسسې مسؤلیت لري،چې په یادو ولایتونوکې   د مهاجرینو چارو  او اقتصاد ریاست ته د خپلو کاري پروژو دکارد دوام پرمهال د څارنې زمینه برابره کړي

Latest news

BACK TO NEWS