تېره شپه د پاکستان د حيد آباد له زندانه  سلګونه خوشي شوي افغان مهاجر کندهار ته ولېږدول شول

sadam_morr
Wed, Jan 11 2023 1:11 PM
-

(۳۱۰) افغان مهاجر چې د پاکستان د حيدرآباد له زندان څخه را خوشې شوي وو، تېره شپه (۹) بجې  د سپين بولدک د مهاجرينو چارو آمريت ته را ورسېدل.

د سرچينې په خبره  په راخوشې شوو مهاجرو کې (۵۲) کورنۍ، چې ( ۱۳۸) تنه کېږي (۱۲۷) تنه نور مجردين ول، چې پکې ماشومان، ځوانان او مشران شامل وو.

سرچينې زياتوي چې ياد کسان د را رسېدو  وروسته د ياد آمريت له لورې ثبت او راجستر شوي او د اړتيا وړ مرستې ورسره ترسره شوي دي.

د سپين بولدک د ماجرينو چارو د آمر په خبره ياد شوي کسان د مهاجرت نړيوال سازمان (IOM) په همکارۍ قندهار ولايت ته لېږل شوي او د بشري مرستو د ترلاسه کولو په موخه ذکر شوي دفتر ته ور پېژند شوي دي.

د ويلوده، چې د افغانستان سفارت او په اسلام آباد کې د مهاجرينو چارو وزارت داتشې په هلو ځلو تر اوسه سلګونه افغان مهاجر د پاکستان له زندانونو څخه خوشي شوي او هېواد ته را لېږل شوي دي.

 

 

Latest news

BACK TO NEWS