په کابل کې (500) اړمنو او بې ځايه شويو کورنيو سره د خوراکي توکو مرسته وشوه

sadam_morr
Sun, Oct 17 2021 8:39 AM
ــــــــــ

1400کال, تلې، 2۵مه،کابل،افغانستان

په کابل (500) اړمنو او بې ځايه شويو کورنيو سره بېلابېلو خوراکي توکو مرسته وشوه.

د دغو مرستو د ويش پر مهال د کابل د کډوالو او راستنېدونکو چارو رئيس قاري عبدالمتين رحيمزي د جرمني مرستې د افغان ماشومانو لپاره موسسې څخه ځانګړې مننه وکړه او ويې ويل: زموږ هېوادوال په اوسنيو شرايطو کې د ټولو داخلي او نړيوالو خېريه بنسټونو مرستو ته ډېره اړتيا لري.

د هغه په وينا, د زيات شمېر موسساتو سره په مسلسله توګه په تماس کې يو او ټولو راسره د مرستو د دوام ژمنه کړې ده.

هغه زياته کړه, تر دا مهال مو تر (3) زرو زياتو اړمنو کورنيو او بې ځايه شويو کډوالو سره د خوراکي توکو مرستې کړي او له (16) زره څخه زياتې کورنۍ مو د خېريه بنسټونو په همکارۍ سروی کړي، چې په نزدې راتلونکي کې به هم ورته مرستې ورسېږي.

د جرمني مرستې د افغان ماشومانو لپاره موسسې رئيس حاجي محمد عالم شهاب د کابل د کډوالو او راستنېدونکو چارو رياست د مرستو د وېش په برخه کې په مننې سره وويل: د افغان هېواد والو سره زموږ مرستې د کلونو راهېسي دوام لري او دغه لړۍ به د اسلامي امارت سره هم روانه ساتو.

هغه زياته کړه، په دغه مرستو کې وړه، غوړي، وريجې، بوره، لوبيا او چای شامل وو، چې د کابل کډوالو او راستنېدونکو چارو رياست په همکارۍ مو نن اړمنو کورنيو ته و ويشلې.

 

 

Latest news

BACK TO NEWS