د کابل خېرخانې پارک څخه زیاتی کورنۍ خپلو اصلي مېنو ته ستنې شوې

sadam_morr
Thu, Oct 07 2021 8:32 PM
______________

1400کال، تلې، 15مه، کابل؛ افغانستان

د کابل خېرخانې پارک څخه (240) بې ځايه شوې کورنۍ په خپله خوښه ستنېدنې برنامې له لارې خپلو اصلي مېنو ته ولېږدول شوې.

د دغو کورنيو د انتقال پر مهال د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزرات، مالي او اداري مرستيال ښاغلي محمد ارسلا خان خروټي د ټولو مرستندويه ادارو له مرستو څخه ځانګړې مننه وکړه او و يې ويل: د نن برنامې له مخې هرې کورنۍ ته د يونسيار ادارې لخوا (200) امريکايي ډالر، د ډاکټر رمضان بشردوست خېريه بنسټ له لوری د موټرو لپاره (3) لکه افغانۍ کرايه او د الکوزي نړيوال شرکت له لوری د غرمې او ماښام ډوډۍ په پام کې نېول شوې ده.

د هغه په وينا، په افغانستان کې ټول بې ځايه شوي کډوال د تير فاسد نظام له امله کډوال شوي وو او د دوی وزارت هڅه کوي، د ټولو نړيوالو او کورنيو مرستندويه ادارو په همکارۍ يې بېرته خپلو سيمو ته ستانه کړي او دا لړۍ به دوام لري.

د کابل د کډوالو او راستنېدونکو چارو رياست رئيس قاري عبدالمتين رحيمزي وويل: موږ د نړيوالو او کورنيو موسسو او خېريه بنسټونو په مرسته د داخلي بې ځايه شويو د لېږد پروسه پيل کړي او په نږدې راتلونکي کې به د کابل ښار څخه ټول داخلي بې ځايه شوي خلک خپلو اصلي مېنو ته ولېږدي

 

Latest news

Wed, Mar 23 2022 9:28 PM
Background image

A training workshop was held for the heads of the Ministry of Refugees

The Ministry of Refugees, in collaboration with the United Nations High Commissioner for Refugees (UNHCR), organized a three-day training workshop for its Heads and Second Units on the. . .

BACK TO NEWS