کډوالو وزارت په کابل کې د داخلي بېځایه شوو د دایمي ځای پرځای کېدو لپار هڅې کوي

anwari_morr
Wed, Jun 09 2021 12:31 PM
________

 په هغه ناسته کې چې دسې شنبې په ورځ د کډوالو او راستنېونکو چارو وزارت کې جوړه شوې وه په کابل کې د مېشتوداخلي بېځایه شووکورنیو د دایمي مېشتېدنې پر پلان خبرې وشوې.

دغه ناسته چې دکډوالو وزارت دپالېسۍ او پروګرامونو دپلي کېدو مرستیال شېرعلم امله وال په مشرۍ جوړه شوې وه پکې د ولسمشر د لومړي مرستیال دفتر ، د پلازمینې زون پراختیا ریاست استازي ، د داخلي بېځایه کیدنې رییس او د کابل ولایت د کډوالو او راستنېدونکو چارو رییس شتون درلود. په پام کې ده د هغه پلان له مخې چې د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت لخوا نهایی کېږي ، هغه کورنۍ چې په کابل کې په خېموکې اوسېږي هغه ځایونو ته انتقال شي چې دوی ته ددایمي استوګنې لپاره برابر شوي دي او پلان شوي ښاري سیمې به له خېمو څخه خالي شي.

يادې کورنۍ چې دکابل په دېوان بیګي ، شاداب ظفر بلاکونو او قمبر څلور لارې کې په خېموکې اوسېږي هغه ځای ته چې دوی ته د دایمې استوګنې لپاره په نظر کې نیول شوی انتقال شي. په یاده سیمه کې لږ ترلږه یوزرو او٢٥٠داخلي بېځایه شوې کورنۍ اوسېږي

Latest news

Wed, Mar 23 2022 9:28 PM
Background image

A training workshop was held for the heads of the Ministry of Refugees

The Ministry of Refugees, in collaboration with the United Nations High Commissioner for Refugees (UNHCR), organized a three-day training workshop for its Heads and Second Units on the. . .

BACK TO NEWS