د مهاجرینو چارو وزارت د بشري مرستو په برخه کې د شاوخوا ۴ میلیونو افغانیو پر ارزښت ۴ هوکړه‌لیکونه لاسلیک کړل

anwari_morr
Tue, Oct 13 2026 2:05 PM

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت نن د بشري مرستو مشارکت د همغږۍ، هېواد ټولنیز او حرفوي، ټيري ډيس هوم او ولت هنګري هلفي موسسو سره د ۳ میلیونه ۹۵۱ زره او ۷۱۹ امریکايي ډالرو او ۴ میلیونه ۳۳۳ زره او ۲۶۵ افغانیو پر ارزښت د همکارۍ څلور هوکړه‌لیکونه لاسلیک کړل.
دغه پیسې به په کابل، بلخ، جوزجان، هرات او ننګرهار کې ۱۰۵ زره او ۷۴۰ تنو، ۴ زره او۲۷۹ راستنو شویو او بېځایه شویو کورنیو او کوربه ټولنو ته د نغدي مرستو، حرفوي زده‌کړو، خوراکي توکو او سواد زده‌کړې په برخو کې مصرف شي.
یاد وزارت له کډوالو ملاتړ ته ژمن دی او دغه اقدام یې د راستنو شویو او زیانمنو کورنیو د ژوند ښه‌والي او پیاوړتیا په موخه کړی دی.

Latest news

BACK TO NEWS