د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزیر محترم مولوي عبدالکبیر په خپل کاري دفتر کې د بدخشان د جهادي مدرسې له مهتمم شیخ عبدالحفیظ سره وکتل

anwari_morr
Sun, Nov 23 2025 10:19 AM
-

د بدخشان د جهادي مدرسې مهتمم شیخ عبدالحفیظ، له علماوو او ولس سره د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت له همکاریو او لیدنو په خوښۍ وویل، چې د خلکو او حکومت تر منځ نیږدې اړیکې د اسلامي نظام د قوت سبب شوې دي.
ښاغلي شیخ عبدالحفیظ د جهادي مدرسو لاسته راوړنو ته په اشارې سره زیاته کړه، چې په جهادي مدرسو کې زده کړو ته د ځوانانو لېوالتیا ډېره شوې او هر کال د بدخشان د جهادي مدرسې د طالبانو شمېر ډېرېږي.
ښاغلي مهتمم د خبرو پر دوام د کډوالو اړوند ځينې وړانديزونه او نظرونه له محترم وزیر سره شریک کړل.
محترم مولوي عبدالکبیر د بدخشان د جهادي مدرسې مهتمم ته ښه راغلاست وویل او په تعلیمي برخه کې یې د علماوو د هڅو ستاینه وکړه.
محترم وزیر د جهادي مدرسو فعالیت ګټور یاد کړ او څرګنده یې کړه، چې د اسلامي امارت تر بریا وروسته افغان ځوانان بهر ته د دیني زده کړو لپاره سفر کولو ته اړ نه دي، ځکه په هېواد کې تر لوړې کچې دیني زده کړو ته زمینه برابره شوې ده.
د محترم مولوي عبدالکبیر پر وینا، چې علمي بنسټونه باید، د خپلو عادي چارو تر څنګ، د اسلامي امارت پیغام او د آبادۍ برنامې له ولس سره شریکې کړي او د ټولنې په وده کې ونډه واخلي.

Latest news

BACK TO NEWS