له ۲۰۰ څخه زیات افغان مهاجرین په پاکستان کې له بند څخه خوشې شول

sadam_morr
۲۶۳ تنه افغان مهاجرین چې په پاکستان کې بندیان وو، له بند څخه آزاد او د وري میاشتې په ۲۱ مه او ۲۲ مه نېټو خپل هېواد ته راستانه شول.
د کندهار ولایت د سپین بولدک سرحدي آمریت د معلوماتو له مخې، یاد شوي کسان د پاکستان په بېلا بېلو برخو کې نیول شوي او له یوې څخه تر پنځو ورځو پورې بندي ساتل شوي وو.
دغه کسان له نوم لیکنې او بشري مرستو ترلاسه کولو وروسته، خپلو اصلي ځایونو ته ولېږدول شول.