د مهاجرینو وزارت سرپرست د ریاست الوزراء له اداري مرستیال سره ولیدل

sadam_morr
Sun, Mar 31 2024 1:48 PM

د مهاجرینو وزارت سرپرست وزیر الحاج خلیل الرحمن حقاني د ریاست الوزراء له اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي سره نن د وري دولسمه نېټه د هغه د کار په دفتر کې ولیدل.
په دې لیدنه کې د وزارت سرپرست وزیر د مهاجرینو لپاره د مهاجرینو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسون خدمتونه وستایل او د راستنېدونکو مهاجرینو ستونزې یې شریکې کړې.
نوموړي د پسرلي په راتګ سره د نويو راستنو شویو مهاجرینو لپاره پر چمتووالي او د دوی د استوګنې لپاره د ځمکو د وېش په اړه هم خبرې وکړې.
د ریاست الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي د سرپرست وزیر ستونزو د اورېدو په ترڅ کې وویل: موږ د راستنو شویو مهاجرینو د استوګنې او د تازه راستنېدونکو د تیاري موضوع له عالیقدر امیر المومنین سره شریکه کړې ده.
دغه راز د ښاغلي حنفي له لوري د وزارت سرپرست ته د مهاجرینو ستونزو ته د رسېدنې په برخه کې د هر ډول همکارۍ ډاډ ورکړل شو.

Latest news

Wed, Mar 23 2022 9:28 PM
Background image

A training workshop was held for the heads of the Ministry of Refugees

The Ministry of Refugees, in collaboration with the United Nations High Commissioner for Refugees (UNHCR), organized a three-day training workshop for its Heads and Second Units on the. . .

BACK TO NEWS