ننګرهار کې له سلګونو کورنيو سره مرسته وشوه

په ننګرهار ولایت کې د کب ۲۱ مه نېټه پر ۶۰۶ کورنیو د خوراکي توکو مرسته ووېشل شوه.
په دغو کورنیو کې هغه راستانه شوي مهاجرین شامل وو، چې مخکې څلورمه ناحیه کې هلته د مهاجرینو چارو ریاست لخوا اړمن پیژندل شوي وو.
د اسلامي رفاه موسسې له خوا په دې مرسته کې څلور ډوله خوراکي توکي شامل وو، چې د مهاجرينو چارو رياست تر څارنې لاندې ووېشل شول.