غور کې ۲۵ تنو ته کاري وسایل ووېشل شول
په غور ولایت کې ۲۵ ښځو ته د کب ۲۱مه نېټه مسلکي کاري وسایل ووېشل شول.
دغو کسانو وړاندې د خياطۍ په برخه کې د شپږو مياشتو لپاره تخنيکي او حرفوي زده کړې کړې وې.
رازي موسسې هرې میرمنې ته د ګنډلو یو ماشین، له پنځه ډوله وسایلو سره ورکړ.