د کڼو شورا ځینو غړو د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت سرپرست سره ولیدل

sadam_morr
Sat, Mar 09 2024 8:46 PM
-

 د مهاجرینو او راستنیدونکو چارو وزارت سرپرست الحاج خلیل الرحمن حقاني د خپل کار په دفتر کې د افغانستان د کڼو ټولنیزې شورا له یو شمېر غړو سره ولیدل.

 په دې لیدنه کې هغوی په بېلابېلو برخو کې خپلې ستونزې له جلالتماب حقاني سره شریکې کړې او ورته د رسېدنې غوښتنه یې څرګنده کړه.

 د وزارت سرپرست د هغوی ستونزې واوریدې او د یادې شورا غړو ته یې د ستونزو د رسېدنې او حل په موخه ډاډ ورکړ.

 هغوی د مهاجرینو چارو سرپرست وزیر ته ډالیو په ورکولو سره د ښاغلي وزیر د کړنو او فعالیتونو ستاینه څرګنده کړه.

Latest news

BACK TO NEWS